fbpx

Different types of Ye in Pashto language

ی-ي-ې-ئ-ۍ په پښتو لیکنۍ ژبه کې پنځه ډوله یاګانې شته او کاریږي: ی لومړنۍ: بي ټکي (ی) چې د مفرد مذکر لپاره استعمالیږي، لکه

Pashto Language
Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp
Share on print

ی-ي-ې-ئ-ۍ
په پښتو لیکنۍ ژبه کې پنځه ډوله یاګانې شته او کاریږي:
ی
لومړنۍ: بي ټکي (ی) چې د مفرد مذکر لپاره استعمالیږي، لکه منګی، پسرلی، ښاغلی، منلی، ننګیالی، توریالی، زمریالی او داسې نور.
ي
دویمه : لنډه (ي) چې دوه څنګ ترڅنګ ټکي خوري، او د مذکر جمع لپاره استعمالیږي خو په فعل کې هم استعمالېدی شي، لکه، پسرلي، ننګیالي، منګي ، وویل، ویل کیږي کارول کیږي او داسې نور…
دا د ټبر له نوم او یا هم د شخص له لقب سره په تېره زمانه کې وکارول شي ، لکه کرزي وویل، شیرزي وویل او داسې نور…
ې
درېیمه: اوږده (ې) لاندې باندې دوه ټکي خوري او له نوم، ربط له توري سره استعمالیږي: لکه تلوېزیون، ژورنالېزم ، چې، کې، پرې، تېره، وړاندې او داسې نور…
ئ
څلورمه :فعلي او امري (ﺉ) تر ډېره په فعلي او امري حالتونو کې استعمالیږي، لکه کار وکړﺉ، ولاړشئ، تیار شئ، پاڅېږﺉ، راشئ او داسې نور…
ۍ
پنځمه: اسمي (ۍ) دې ته لکۍ داره وايي چې د مونث نوم لپاره کارول کیږي، البته که مونث نوم مفرد وي یا جمع وي، لکه ملالۍ، سپوږمۍ، ګلالۍ، ډوډۍ او داسې نورو نومونو کې
ډيره مننه : نصير ملوند

We appreciate user feedback, please leave your feedback about this article below.
{{ reviewsTotal }}{{ options.labels.singularReviewCountLabel }}
{{ reviewsTotal }}{{ options.labels.pluralReviewCountLabel }}
{{ options.labels.newReviewButton }}
{{ userData.canReview.message }}